|
د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د ځانګړي مفتش اداره
د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د ځانګړي مفتش اداره، چې "سیګار"
یادیږي، ویبپاڼې ته ښه راغلاست.
د سیګار اداره د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس له خوا د پروژو او د بیارغاونې د
کړنو د تفتیش او څیړنې د ترسره کولو لپاره په کال ۲۰۰۸ کې د قانون د ۱۲۲۹ مادې له صلاحیتونو
سره سمه جوړه شوه. د سیګار اداره د ظرفیتنونو د لوړولو او اغیزمن کولو او همداراز د
بیا رغاونې په پروګرامونو کې د درغلیو، تقلب او بې ځایه ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه
منځته راغله.
د امریکا متحدو ایالتونو له کال ۲۰۰۲ څخه تر۳۰ جون ۲۰۱۳ میلادي کال پورې شاوخوا
۱۰۴ میلیارد امریکايي ډالر د افغانستان د بیارغاونې د مرستې په توګه ځانګړې کړي و.
نوموړې مرستې د افغان ملي امنیتی ځواکونو د جوړونې، د ښه حکومتدارۍ د ودې، د پراختیايي
مرستو د ترسره کولو او د مخدره موادو او فساد په وړاندې د مبارزې د هڅو لپاره په کار
اچول شوي دي.
هاټ لاین (شکایتونو ته د رسیده ګی شعبه)
د سیګار اداره د د درغلیو، د پیسو د ضیاع او د مالي سوء استفادې په اړه د شکایتونو
هم راټولوي.
تاسو کولای شئ د تقلب، درغلیو او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه هرډول شکایت له افغانستان او متحدو ایالتونو څخه د فکس، پُست او آنلاین لارې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د سیګار ادارې ته ورسوئ.
زمونږ تحلیلګران د هر شکایت له ارزونې وروسته پریکړه کوي چې آیا نوموړې معلومات د سیګار په مسؤلیتونو کې راځي که نه. هر شکایت چې د سیګار ادارې د صلاحیتونو په ساحه کې راځي نو د لازیاتو څیړنو لپاره اړونده پرسونل ته سپارل کیږي.
هغه کسان چې د سیګار له ادارې سره اړیکه نیسي، ددوئ د غوښتنې په صورت کې ددوئ پیژندګلوي نه په ډاګه کیږي.
افغانستان:
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۰۱۰۷۳۰۰
متحده ایالتونه:
له مرکزي دفتر سره د اړیکو شمېرې:
نړیوال: ۸۸۹۳-۳۲۹-۸۶۶-۱
ډي اس ان: -۰۳۷۸-۶۶۴-۳۱۲
د فکس شمېره: ۴۰۶۵-۶۰۱-۷۰۳
ایمیل: sigar.hotline@mail.mil
دري میاشتنۍ راپور: د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس د سیګار له ادارې څخه غواړي ترڅو د څېړنې او ارزونې په اړه یو درې میاشتنی راپور چمتو کړي. نوموړې راپور د افغانستان د بیا رغاونې په اړه یو بشپړ تصویر وړاندې کوي چي د مسؤلیتونو، لګښتونو، او له بیا رغاونې سره د اړوندو لګښتونو په اړه یو تفصیلی راپور رانغاړي. تاسو کولای شئ د سیګار د ادارې دغه درې میاشتنی راپور په پښتو او دري ژبو د دې ویب پاڼې له لارې ترلاسه کړئ .
|
||||||||||
|